1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په ترافيکي پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د پاکستان په شمال کې پر ېوۍ غرنۍ لويې لاري چې دغه هېواد له چین سره نښلوي، یو مساپر وړونکی بس ژور ګړنګ ته لوېدلی او شل کسان پکې مړه شوي دي. چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې په دغه پېښه کې ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4fSjA
د آرشیف انځور - د پاکستان ګلکیت - بلتستان پورې اړونده سیمه
د آرشیف انځور - د پاکستان ګلکیت - بلتستان پورې اړونده سیمهانځور: AKHTAR SOOMRO/REUTERS

د آلمان خبري آژانس د يوه ځايي چارواکي فیاض احمد له خولې لیکي چې په دغه مساپر وړونکي بس کې شاوخوا ۴۰ مساپر سپاره ول چې له راولپنډۍ ښاره غرنۍ علاقې ګلکيت بلتستان ته پر لاره وو.

د ژغورنې ادارې يو افسر، دلدار تنولي، وويل چې په دغه ترافيکي پېښه کې نژدې ۲۰ کسان ټپيان شوي هم دي چې روغتون ته انتقال شوي دي.

یوه بل ځايي چارواکي دلبر خان وویل چې ژغورنکو چې د پوځ چورلکو ورسره همکاري کوله د پېښې قربانیان ېې له ېوې ډېرې سختې ورتلونکې سیمې څخه وموندل.

فیاض احمد وويل چې معمولا دغه ډول ترافيکي پېښې د څو اونیو پر له پسې ورښتونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د سړکونو د لندېدو له کبله رامنځ ته کيږي، خو بیا هم پولیس د پېښې د رامنځ ته کېدو د دليل په موخه تحقیقات پيل کړي دي.

د حکومتي ارقامو له مخې په پاکستان کې هر کال ډېري ترافيکي پېښې کيږي چې عمده دليل ېې د سړکونو خرابوالی او د موټرو او ترافيکي قواعدو د خونديتوب معیارونو ضعیفوالی ښودل کیږي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل