1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«رحماني کورنۍ په ډوبۍ کي ميليونونه ډالره پر جايدادونو لګولي»

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د سازمان سوو جرمونو او فساد د رپوټ ورکولو پروژې ادعا کړې ده چي مير رحمان رحماني او اجمل رحماني د نږدې ۱۵ميليونه ډالرو په ارزښت په ډوبۍ کي جايدادونه اخيستي دي. د رحماني کورنۍ په دې هکله کوم غبرگون نه دی ښودلی.

https://p.dw.com/p/4fsvV
Mir Rahman Rahmani | ehemaliger Sprecher des afghanischen Parlaments
انځور: picture alliance/AA

د سازمان سوو جرمونو او فساد د رپوټ ورکولو پروژې چي د تحقيقي ژورناليزم يوه شبکه ده، ويلي دي چي د افغانستان د پارلمان پخواني مشر ميررحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني ۱۵ اشاريه ۲ ميليون ډالر په ډوبۍ کي د لوکسو جايدادونو پر رانيولولگولي دي.   

دا په داسي حال کي ده چي متحده ايالاتو، ميررحمان رحماني او د هغه زوید ۲۰۲۳ کال په ډسمبر مياشت کي د متحده ايالاتو له مرستو څخه د ناوړې گټي اخيستني په تور تحريم کړل.

رپوټ ويلي: «په دغو شتمنيو کي څو آپارتمانونه، ويلا او همدارنگه د اوسيدو دوې څوپوړيزي ودانۍ شامليږي چي په کال کي د هغو له کرايو څخه په ميليونونو عايد په لاس راوړي.»

د رحماني کورنۍ تراوسه د نوموړي رپوټ په اړه کوم غبرگون نه دی ښودلی.

مخکي له دې د متحده ايالاتو د خزانه دارۍ وزارت د ۲۰۲۳ کال په دسمبر میاشت کي ميررحمان رحماني او د هغه زوی د فساد په تور تحريم کړي ول. دغه وزارت ويلي ول چي ميررحمان رحماني او زوی يې په کابل کي پر نخبگانو باندي د مرمۍ ضد موټرو په پلورلو کي د تجارت او د امريکا له لوري په تمويل سوو قراردادونو کي د پيسو د ضايع کولو له امله، په تور ليست کي د شاملو کسانو په ډله کي راغلي دي.

دغه وزارت د رحماني کورنۍ د ميليونونو ډالرو په اختلاس تورن کړې او ويلي يې وه: «رحمانيانو د خپلو افغاني شرکتونو له لاري، پيچلي مالي فساد لاره چي افغان امنيتي ځواکونو ته د امريکا متحده ايالاتو له خوا له تمويل سوو قراردادونو څخه د ميليونونو ډالرو د اختلاس سبب سو.»

رحمانيانو مخکي له دې د امريکا متحده ايالاتو د خزانه دارۍ وزارت له خوا دغه ډول لگول سوي تورونه رد کړي وه او د جنورۍ مياشتي په وروستيو ورځو کي يې د امريکا متحده ايالاتو ددغي پريکړې پرضد قانوني اقدام وکړ.

د سازمان سوو جرمونو او فساد د رپوټ ورکولو پروژې هم ويلي دي چي رحمانيانو د ايميل له لاري «د متحده ايالاتو له خوا هغه تورونه رد کړي دي چي گويا د سوند توکو د تأمين له فساده ډکو قراردادونو څخه يې گټه اخيستې ده.»

د رپوټونو له مخي، اجمل رحماني د «اوشين گروپ» په نوم خپل شرکت سره په آلمان کي هم پانگونه کړې ده. داسي رپوټونه ورکول سوي دي چي د جرمني د باډن وورتمبرگ په ايالت کي د کوانتومي د کمپيوټر د يوه ستر مرکز د جوړولو په هکله د رحماني او د هغه د شريکانو يوه ستره پروژه له دغو تحريمونو څخه اغيزمن سوې او ځنډيدلې ده.

GP/NZ/Sirat